فرهنګ

روم به د افغانستان د کلتوري میراثونو د کنفرانس کوربه وي!

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
روم به د افغانستان د کلتوري میراثونو د کنفرانس کوربه وي!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني، د یونیسکو د کلتوري پلاوي سره په کتنه کي د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتني په برخه کي ددغه سازمان لخوا د روانو پروژو حال وپوښت. په دغه کتنه کي چي د وزارت د کلتوري معین ښاغلي مصدق خلیلي او مطبوعاتي سلاکار او ویاند هارون حکیمي په شمول د وزارت د اړوندو ریاستو رییسان هم حاضر ول، د افغانستان لپاره د یونیسکو د کلتوري چارو مشر ښاغلي ماسانوري د هیواد د لرغونو ساحو د څېړنو په هکله د خپلو کارونو لومړني معلومات وړاندي کړل. ماسانوري، په مِس عینک، هرات، بامیان، بدخشان، سرپل او بلخ کي د شپږو لرغونو ساحو د څېړنو چاري چي په ۲۰۱۳ م کال کي پیل سوي دي، پای ته نږدې وبللې او ژمنه یې وکړه چي ژر به یې پایلي د ټولو جزیاتو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپاري. د یونیسکو د پلاوي سره، د افغانستان د لرغونو میراثونو د ساتني په موخه د یوه کنفرانس پر طرحه هم خبري وسوې. پرېکړه وسوه چي د اطلاعاتو او فرهنګ او کانونو او پطرولیم د وزارتونو او یونیسکو سازمان په ګډون به د یو شمېر کورنیو او نړیوالو مرستندویو ادارو په همکارۍ، د افغانستان د کلتوري میراثونو د خوندیتوب په موخه نړیوال کنفراسن جوړېږي. په پام کي ده چي دغه کنفرانس به د روان لمریز کال د مې د میاشتي له ۲۵ څخه تر ۲۷مي نېټې پوري، د ایټالیا په پلازمېنه روم کي دایر سي. په کنفرانس کي به د افغانستان تر څنګ نور هیوادونه هم برخه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته