خبرونهټولنه

په زابل کې سېلابونو ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

د زابل چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

زابل  د پېښو پر وړاندې د مبارزي  رییس ملا رضا محمد خالد باختر آژانس ته وویل، چې په نوبهار ولسوالۍ کې سېلابونو ٤٠ کورونه ويجاړ کړي  کارېزونه، سولر سیستم او ځمکې  یې تخریب کړي دي، په خبره یې د اورښتونو او سېلابونو د پیل څخه تر اوسه په زابل کې ٤٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ٣٢ تنه وژل شوي  او ٨ تنه نور ټپیان شوي دي.

خالد زیاته کړه چې سیمې ته لومړنۍ مرستې رسېدلي، خو په خبره یې د سېلابونو له کبله د لارو خرابوالی د مرستو رسېدو لړۍ له خنډ سره مخ کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په یاد ولایت  کې مخکې هم اورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي  زیانونه اړولي وو.

صدیقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا