خبرونهټولنه

په زابل کې سېلاب ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د وږي ۱۲مه، باختر

د زابل په مرکز کلات،  شینکی، نوبهار، شملزو، ارغنداب،  مېزانه،  شاجوی، اتغر او خاک افغان، ولسوالیو کې پر ۴۲۹ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشله.

زابل د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس ملا رضا محمد خالد باختر آژانس ته وویل، چې دغه کورنۍ پخوا د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست لخوا سروې شوې وې، چې نن ورته د WFO.DRC.IOM.UNICEF او KRO موسسو په مالي ملاتړ هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ، خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

په ورته وخت کې دغه سېلاب ځپلې کورنۍ د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست او موسسو څخه مننه وکړه چې د دوی لاسنیوی یې وکړ.

دا په داسي حال کې ده چې ورستیو اورښتونو او سېلابونو په دې ولایت د مالي زیانونو تر څنګ خلکو ته ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د یو بل خبر له مخې په کونړ کې ۳۱۶ سېلاب ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه.

پر دغو سېلاب ځپلو کورنیو خیمې او خوراکي توکي ووېشل شول.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا