اقتصاد

په بغلان کې دکرنيزو محصولاتو دکچې دښه والي لپاره هلې ځلې .

کابل باختر د ليندى  شلمه :
په بغلان ولايت کې دکرنيزو محصولاتو دکچې دلوړولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست مسوولين وايي چې دوى هڅه او هاند کوي چې دکرنې داصلاح شويو تخمونو په ويش سره په دغه ولايت کې  دکرکيلې  دحالت دښه والي لپاره زمينه برابره کړي .
  ټاکل شوې ده په دې پړاو کې دبغلان ولايت په شپږو ولسواليو کې  پنځو زرو تنو بزګرانو په سلو کې دشپيتو په تحفيف  سره  دکرنې  اصلاح شوي تخمونه  وويشل شي .
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو  رياست دکرنيزو چارو امر محمد سالم صافي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې به په هر بزګر پنځوس کيلوګرامه دکرنې اصلاح شوې تخمونه وويشل شي .
ده وويل چې له کروند ګرو څخه پيسې به دهغوى دکرنيزو محصولاتو له راټولولو وروسته راټولې شي .
تيرکال هم دبغلان ولايت په نهو ولسواليو کې څلور سوه پنځوس  ټنه د کرنې اصلاح شوي  تخمونه په نهو زرو تنو کروندګرو ويشل شوي و چې ويل کيږي په حاصلاتو کې دښه والي سبب شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته