خبرونهټولنه

په زابل کې سېلاوونو مالي زیانونه اړولي دي

 کابل، د زمري ۸ مه، باختر

د زابل مرکز کلات په شمول په ولسوالیو کې سېلاوونه راوتلي، چې عمومي لارې یې د ترافیکو پرمخ تړلې دي.

د سیمې د اوسېدنکو باختر آژانس ته ویلي، چې سېلاوونو د سیوري په ملیزو کې ۵ کورونه ویجاړ کړي او لا هم خطر شته، په ورته وخت کې د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وایي چې تېره ورځ د ځنځیر په سېمه کې هم سېلاوونو ګڼ شمېر کورنه ویجاړ کړي دي.

په ورته وخت کې د دې ولایت مسوولین وایي د څو ارګانونو لکه ټولګټو چارو ریاست، لوا او نورو اړوندو ادارو وسایط سیمو ته لېږل شوي، څو خلک وژغوري او لاره د ترافیکو پر مخه خلاص کړي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا