ورزش

دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دواليبال ټيم اتل شو.

کابل – باختر دمرغومې شپاړلسم :
په هرات ولايت کې د دولتي ادارو دواليبال سياليو ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دټيم په اتلوالي پاى ته ورسيدي.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ د دولتي  ادارو دشپږو ټيمونو ترمنځ د دوستي جام ترعنوان لاندې څو موده مخکې پيل شوي دي چې په پاى کې د امنيې قوماندانۍ او دظفر قول اردو ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې لوبه ديوې په مقابل کې په دريو سره دامنيې قوماندانۍ دټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم لومړۍ مقام وګاټه.
دغه راز دظفر قول اردو  اوښاروالۍ ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل.
ددغو سياليو په پاى کې ګټونکو ټيمونو ته دهرات دورزشي آمريت له خوا برابرى شوى جايزې او سوغاتونه وويشل شول.
ديوبل خبرله مخې.
په هرات ولايت کې جوجيتسو رزمى ورزش سيالي دافغان ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيدى.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دڅرګندونو له مخې : په دغو سياليو کې چې دلومړى ځل لپاره په هرات ولايت کې پيل شوى ددغه ولايت له لسو کليونو څخه يو سلو ديرشو تنو ورزشکارانو ګډون درلود. چې په نتيجه کې دافغان ټيم لومړى مقام او دعدالت او طوفان ټيمونو دويم  او دريم مقامونه وګټل.
ددغو سياليو په پاى ګټونکو ټيمونونه دهرات ولايت دوزشي آمريت له خوا برابرشوى. کيونه ،جايزې او سوغاتونه ورکړل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته