ټولنه

په ننګرهار کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې نړیوال کنفرانس جوړ شو

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د “جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې” ترنامه لاندې نړیوال کنفرانس پرون په ننګرهار کې جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت د ننګرهار ولایت په مقام کې جوړ شو، د دغه ولایت مرستیاله حبیبه کاکړ، د ښځو چارو ریاست استازو، د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې مسوولینو، د مدني ټولنو غړیو او زده کړیالانو پکې ګډون کړی و.
په کنفرانس کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د جلال آباد د سیمه ییز دفتر مشر انجنیر عبدالاحد سمون ډاډ ورکړ چې د دوی د عامه پوهاوي پروګرامونو د ترسره کولو په دلیل، د هېواد په ختیځ په تېره بیا د ننګرهار په لرېو پرتو ولسوالیو کې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټېږي.
سمون وویل چې سوېډن کمېټې زیات تمرکز په لرېو پرتو سیمو کې د ښځو او نجونو ښه ژوندانه او حقونو ته د هغوی لاس رسی دی او دوی هڅه کوي د عامه پوهاوي پروګرامونو د ترسره کولو له لارې د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي چې ښه پایله یې هم ورکړې ده.
هغه زیاته کړه: د نړیوالو بشري قوانینو په رعایت سره، ښځو او نجونو ته د فرصتونو د برابرولو لپاره هر کال په ختیځ زون کې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ په دې موخه لګوو چې هغوی ته مناسب خدمتونه ترسره کړو.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت مرسیتالې حبیبې کاکړ د ښځو د حقونو پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې وویل چې ښځینه هم د نارینه وو په شان د زده کړو او کار کولو حق لري.
نوموړې ډاډ څرګند کړ چې د ښځو چارو له ریاست سره یې په ګډه کار کړی چې د ننګرهار په ټولو ادارو کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي او هم یې په ټولو ولسوالیو کې د تاوتریخوالي د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ترسره کړی دی.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له اړوندو دولتي ادارو او مدني ټولنو سره په ګډه هڅه کوي چې په ټولنه کې د ښځینه وو لپاره د غوره چلند زمینه برابره کړي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته