خبرونهټولنه

په زابل کې لسګونه جنګ ځپلو کورنیو مرسته تر لاسه کړه

کابل، د وږی ۲مه، باختر

د زابل د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې کومک موسسې پر ۳۱ جنګ ځپلو کورنیو مرسته وېشلې ده.

د مرستو د وېش پر مهال د زابل د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي دانش باختر آژانس ته وویل، چې نن ورځ یې د کومک موسسې په همکارۍ پر ۳۱ کورنیو د ۴۵ زرو افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

دا په داسې حال کې ده چې ورستیو جنګونو، او سېلابونو خلګ سخت ځپلي دي.

صدیقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا