امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
امنيتي ځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې په تيرو څلرويشتوساعتو کې يې ترسره کړل پنځلس تنه وسله وال طالبان  ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو دکونړ، ننګرهار ،کندز ، بلخ او دخوست دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، درې تنه ونيول شول او  دوه تنه نور يې ټپيان  شول .
په  دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات هم   د  امنيتي ځواکونو
لاسته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو اته ماينونه دکندز ، لغمان ، قندهار ،  ارزګان او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته