ټولنه

په زابل کې له۵۰۰ اړو کورنیو سره مرسته کېږي

قلات باختر د زمري  ۷ مه
د زابل ولایت په بېلا بېلو سیمو کې له ۵۰۰  اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کېږي.
چارواکي وايي چې په دغو مرستو کې غنم، وریجې، چای، غوړي، بوره، لوبیا، نخود، فرشونه، جامې او د اشپز خانې توکي شتون شامل دي.
د زابل سرپرست والي رحمت الله یارمل د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې د دغو مرستو ویش په خاک افغان او شاجوی ولسوالیوکې پیل شوی او ډیر ژر به  نورو سیمو ته هم وغځول شي.
د خاک افغان ولسوالۍ اوسیدونکي که څه هم د مرستو په ترلاسه کولو سره خوښ برېښي، خو زیاتوي چې یادې مرستې یې ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته