ټولنه

دځوانانو دچارو معين : نشه يي توکو افغان ځوانانو ته زياتې ستونزې پيداکړي دي .

کابل باختر دثور  ٢٣
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات  داندونيزيا په جاګارتا  ښار کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په نړيواله  غونډه کې وويل چې په افغانستان کې دنشه يي توکو شتون ، ددغه هېواد  ځوانانو ته ډول ډول ستونزې پيداکړي دي اودې ته اړتيا ده چې له دغې کرغيړنې  پديدې سره  جدي مبارزه وشي .
باختراژانس د ځوانانو دچارو معينيت دخپرونو دمديريت له خولې خبرراکړ .
داندونيزيا هېواد دجاګارتا په درې ورځنى نړيواله غونډه کې په افغانستان کې  د نشه يي توکو دکرکيلې ، قاچاقو او دتوليدپرخلاف  دمبارزې په باب  خبرې کيږي  او له دغې  کرغيړنې پديدې سره  دمبارزې د څرنګوالي دلاښو لارو چارو په باره کې  غور کيږي .
د ځوانانو دچارو معين  په دې غونده کې له ټولو برخه والو هېوادونو څخه وغوښتل  چې ډير ژر دې  په افغانستان کې دنشه يي توکو  دکرکيلې ، توليد او قاچاقو دمخنيوى لپاره لازم اقدامات او تصميمونه ونيسي .  چې  افغان ځوانان  په دغې کرغيړنې پديدې  داخته کيدوله خطر څخه  خوندي پاتې شي .
په دې سفر کې  له افغانستان  څخه  دپوهنې وزارت معين ډاکتر محقق ،  دعامې روغتيا وزارت معين ډاکتر احمد جان نعيم اودنشه يي توکوپرخلاف دمبارزې  دچارو وزارت  معين  جاويد احمد قايم له ډاکتر کمال سادات سره  ملګرتيا کوي .  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته