نړۍ

د روسيې ملاتړو د اوکراين د دونتسک ښار کورواکى جمهوريت اعلام کړ

کيف فارس نيوز  باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
د روسيې ملاتړ ډلو چې  په وروستيو اوونيوکې يې د دونتسک په ښارکې په يو لړ مظاهرو لاس پورې کړ؛ نن يې دغه سيمه د دونتسک د خلکو جمهوريت وباله او له اوکراين څخه د خپلواکۍ د ټولپوښتنې د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
د ايران د فارس دخبري آژانس  دخبرله مخې: د روسيې ملاتړ ډلو نن  د اوکراين په ختيځ کې د دونتسک ښار د دونتسک د خلکو جمهوريت وباله اوپه دې سيمه کې يې له اوکراين څخه دخپلواکۍ دټولپوښتنې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
ځينوخبرځايونوخبرورکړى دى چې د روسيې ملاتړي غواړې د ثور دمياشتې په ١٤نيټه له اوکراين څخه دخپلواکۍ او په احتمالي ډول د روسيې فدراسيون سره  د پيوستون لپاره ټولپوښتنه وکړي.
د اوکراين ختيځې سيمې له دوو مياشتو را په دې خوا او له دغه هېوادڅخه دمخلوع جمهوررييس ويکتوريانوکويچ له وتلو وروسته نا آرامې شوې دي اوپه دغو سيموکې تاوتريخوالي چې وګړي يې زياتره روسي تباري دي؛ له نږدې يوې مياشتې را په دې خوا او له روسيې سره د کريميا د ټاپو وزمې له يو ځاى کيدو وروسته  زور اخستى دى.
په دغو سيموکې د روسيې  ملاتړې ډلې د ټولپوښتنې او له روسيې سره د پيوستون  غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته