سیاست

د سیاسي ګوندونو د هراړخیزې ارزونې اړتیا

کابل/ د لیندۍ ۶ مه/ باختر
دا باید د یو واقعیت په توګه ومنل شي چې په افغانستان کې سیاسې ګوندونه له هراړخیز بحران سره لاس او ګرېوان دي. همدغه بحران د ولسواکۍ د بنسټي کولو بهیرهم ټکنی کړی  دی. د سیاسي ګوندونو شتون د ولسواکۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
د باختر آژانس سیاسې مفسر د دغې موضوع ارزښت ته کتنه کړې ده او لیکي:
د تېرو څلورو لسیزو تپل شویو جګړو او ناخوالو یوه ناوړه پایله دا ده چې سیاسي ګوندونه له هراړخیز بحران سره مخ شوي دي. خلک د ټولو ناخوالو او نادودو، جګړو، بهرنیو لاسوهنو، ډول ډول معاملو، نا امنیو او بې ثباتیو پړه پر سیاسي ګوندونو اچوي او له همدې امله خلک پر سیاسي ګوندونو باورنه لري.
که عامو خلکو ته څوک ووایي چې دغه سیاسي ګوند ته راشه، نو سملاسي ځواب درکوي چې ( ځه وروره خپل کار کوه ، که درشم پر کوم بل چا می خرڅوې). په ټولنه کې د سیاسي ګوندونو په اړه دغه راز منفي ذهنیت د سیاسي ګوندونو له تېرو کړنو سره نېغ تړاو لري.
لکه په پيل کې چې وویل شول؛ خلک د ټولو ناخوالو پړه پر سیاسي ګوندونو اچوي او دا خبره تر ډېره رښتیا ده. که د ولسواکۍ له لسیزې یې راپیل کړو چې د لومړي ځل لپاره خلکو د اساسي قانون په رڼا کې د سیاسي ګوندونو د جوړولو اجازه او فرصت ترلاسه کړ، بیا تر ننه د سیاسي ګوندونو په دغه ټول تاریخ کې لومړي څه چې تر سترګو کېږي هغه دا دي چې دغو ګوندونو د خپلو سیاسي مبارزو لپاره هېوادنی پروګرام نه لاره، برنامو یې د افغاني ټولنې له واقعیتونو او د خلکو له غوښتنو سره اړخ نه لګاوه، شعارونه یې تر ډېره خیالي وو او خلک نه پرې پوهېدل.
د سیاسي ګوندونو ستره تېروتنه دا وه چې دوی بهرنۍ ایډیالوژۍ راکاپي کړې او پرته له دې چې د افغاني ټولنې ځانګړنې او واقعیتونه په پام کې ونیسي، په پټو سترګو یې د دغو ایډیالوژیو د پلي کولو کوښښ وکړ.
منو چې په سیاسي مبارزه، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پروګرامونو کې باید له نړیوالو تجربو او نظریاتو ګټه واخیستل شي، خو د دغه راز ګټې اخیستو مانا دا نه ده چې هر څه دې کټ مټ راکاپي شي او دلته دې تطبیق شي. مشهور متل دی چې وایی:
( هر غر، همغه یې کربوړی). هره ټولنه، هر هېواد او هر ملت خپلې ځانګړنې او غوښتنې لري او دا غوښتنې او ځانګړنې باید په پام کې ونیول شي او که په پام کې ونه نیول شي، نو بیا په پټو سترګو د نورو پېښې کول او کاپي کول ستر بحرانونه رامنځ ته کوي.
په دې برخه کې زموږ د تېرو څلورو لسیزو خونړۍ تجربه ټولو ته جوته ده. هیله مو دا ده چې د سیاست تولو مینه والو له دغو ترخو تجربو پند اخیستی وي. په هېواد کې د سیاسي ګوندونو قانون نافذ دی او په دغه قانون کې د سیاسي ګوند د جوړولو ټول شرایط پوره وضاحت لري. خو اندېښنه دا ده یو شمېر ګوندونه چې د فعالیت جواز یې ترلاسه کړی دی، دغه شرایط نه شي پوره کولای.
وړاندیز مو دا دی چې د عدلیې وزارت د ټولو سیاسی ګوندونو اسناد له سره وڅېړي، برنامه او اساسنامه یې وارزوي، دغړیو ترکیب یې تحلیل کړي او بیا د قانون په رڼا کې  پرې غور وکړي او وګوري چې آیا دغه یا هغه سیاسي ګوند د قانون له معیارونو سره برابر دی او که نه؟ که برابر نه وي، نو باید د فعالیت جواز ترې بېرته واخیستل شي.
دغه راز اقدام د ولسواکۍ له اصولو او ارزښتونو سره ټکر نه لري. د ولسواکۍ لپاره یو شرط د قانون حاکمیت دی. ولسواکي خپلسري نه ده، د ولسواکۍ تحقق د قانون له تحققه پیلېږي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته