خبرونهټولنه

په زابل کې له ۲۰ زرو کورنیو سره مرسته کېږي

 کابل، د تلې ۲۳مه، باختر

د زابل د اقتصاد ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د یونیسف له لوري پر ۲۰ زرو بې وزله کورنیو نغدي مرستې وېشل کېږي.

د شوو موسسې ولایتي استازي خلیل احمد هوتک باختر آژانس ته وويل، چې دغه موسسه د اقتصاد رياست سره په همغږۍ پلان لري، چې د یونیسف په مالي ملاتړ راتلونکې اوونۍ د زابل په ټولو ولسواليو کې له شل ۲۰ زرو هغو کورنيو سره چي په کور کې معلول ماشومان، شيدې ورکوونکې مېرمنې او معياري خوراک ته لاس رسى ونه لري، مرسته وکړي.

هوتک زیاته کړه، چې په دغه مرسته کې به په مياشتني ډول هرې کورنۍ ته ۲۲ ډالره نغدي مرسته ورکول کېږي.

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر دغه مرسته د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه مرسته به په هغو سیمو کې په پوره شفافیت ووېشل شي چې خوارځواکۍ او غربت ځپلې وي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا