کابل / دثور ١٥مه /باختر :
٧ تنه پوځيان په هلمند کې دځانمرګي بريد په پايله کې شهيدان او٦ نور ټپيان شول .
دغه پېښه تېره شپه په نهر سراج ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوځانمرګي يرغلګر په يوبمې موټر کې سپور و ، ځان يې دپوځيانو دقرارګاه په وړاندې وچاوه .
دهېواد په جنوب کې يوجګپوړي پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې ٧ پوځيان شهيدان او ٦ نور ټپيان شول .
يوشمېر خبرځايونو دغه پېښه دبمي موټر دچاودنې زېږنده وبلله .
درارسېدلو خبرونوله مخې ، طالبان ددغه مرګاني تروريستي بريد عاملين بلل شوي دي .
وسله والو طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ