(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)ښوونه او روزنه

په زابل کې له ۵۰ زره زده کوونکو سره د قرطاسیو مرسته وشوه

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر

د زابل د پوهنې ریاست مسوولين وایي، چې د یونيسف نړیوالې ادارې د مرکز کلات په ګډون د ټولو ولسوالیو له ۵۰ زره زده کونکو سره د قرطاسیو مرسته وکړه.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یونيسف ادارې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې د مرکز او ټولو ولسوالیو زده کوونکو سره د قرطاسیو مرسته وکړه.

مولوي نصیر زیاته کړه، چې د یونسیف ادارې د دې مرستې سره به د قرطاسیو په برخه کې د دوی ستونزې تر یوه بریده حل شي او دې برخه کې نورو مرستو ته هم اړتیا ده.

بل لور ته زده کوونکي وایي خوښ دي خو وايي، چې اوسمهال دوی د کتابونو له نشتوالي سره  مخ دي او دې برخه کې له پوهنې وزارت او مرستدویه بنسټونو څخه غواړي چې د کتابونو د نشتوالي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا