روغتیا

دقندهار په شاولي کوټ کې ديوه روغتون دجوړولوکار پيل شو .

کابل باختر د لړم ديرشمه : دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې ديوه روغتون دجوړولو کار پيل شو . دغه روغتون دقندهار ولايت دشاه وليکوټ ولسوالۍ په يوه لړې پراته کلي کندلاند کې جوړېږي . دغه روغتون به په جلا ډول دزيږنتون ، داخله او جراحي څانګې ولري . ددغه روغتون په جوړولو به نهه مليونه او څلور سوه زره افغانۍ ولګېږي چې دعامې روغتيا وزارت له خوا ورکول کېږي . دقندهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ددغه روغتون په جوړيدو سره په شاولي کوټ او په شاوخوا ساحو کې دسلګونو کورنيو روغتيايي ستونزې لرې کېږي . ټاکل شوې ده چې ددغه روغتون تاسيسات په پرمختللو طبي وسايلو سمبال او هم مجرب روغتيايي کارکوونکي پکې وګومارل شي . داپه داسې حال کې ده چې دشاه ولي کوټ ولسوالۍ کليوالي اوسيدونکي تراوسه پورې دځواب ورکوونکو روغتيايي مرکزونو دنشتوالي په دليل خپل ناروغان دزياتو زحمتونو په ګاللو سره دعلاج او درملنې لپاره د قندهار ښار ته ليږدوي . اوس دشاه ولي کوټ کليوالي اوسيدونکي ددغه روغتون دجوړيدو هرکلى کوي او وايي چې داکار به د ناروغانو په تيره بيا دزيږون په وخت کې دميندو دمړينې دکچې په کمښت کې کارنده رول ولري . ختم- عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته