قاهره باخترد تلې ديرشمه :
د قاهرې ښار په شمال لويديځ جيزه سيمه کې دمصر له پوځي مليشو سره د دغه هېواد د پوليسو په نښته کې د پوليسو دوه پنځوس تنه افسران ووژل شول
باختر آژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ:
دغه پيښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې د مصر پوليسو د دغه هېواد په لويديځه صحرا کې د تروريستانو په يوه پټنځي بريد وکړ .
له نښتې وروسته تروريستانو غوښتل چې له سيمې څخه وتښتي او د ودانۍ له بام څخه يې ډزې وکړې او په پوليسو يې ماين لرونکي بمونه وغورځول چې دواړو لورو ته د سر د زيان په اوښتو سربيره اته تنه ټپيان شول چې څلور تنه يې د پوليسو افسران او نور تروريستان دي .
دغه تروريستان د حسام د ډلې غړي وو، هغه ډله چې په تيرو وختونوکې يې د دغه هېواد پايتخت ته څېرمه د مصر د پوليسو په ځواکونو او قاضيانو بريدونه کړي دي .
د مصر حکومت د حسام د ډلې ياغيان د اخوان المسلمين ګوند يوه څانګه بولي چې اخوان المسلمين دغه پيوند ردوي .
د اخوان المسلمين ګوند فعاليت په ٢٠١٣ ملادي کال کې غير قانوني اعلام شو .
دغه ګوند په ٢٠١٤ ميلادي کال کې د داعش ډلې ته بيعت وکړ چې د مصر د سلګونو تنو عسکرو او پوليسو د وژل کيدو لامل بلل کيږي .
د وروستي بريد او نښتې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل