
کابل، د وږي ۲۱مه، باختر
د افغانستان ملي راډیو تلویزون چوکاټ کې د زابل محلي ټلویزیون او شريعت غږ راديو خپلې خپرونې پیل کړې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس د خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې رسنۍ د یوه نظام مهمه برخه تشکیلوي او دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې د زابل محلي ټلویزیون خپلې خپرونې پیلوي.
ورته مهال د زابل راډیو تلویزیون آمر مولوي محمد داوود همت د خوښي په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې زابلیانو ته اسلامي، ملي او ارزښتمنې خپرونې وړاندې کوي او هېواد ملي ګټو ته به لومړیتوب ورکوي.
په همدې حال کې د زابل راډیو ټلویزویون د خپرونو مسوول مختار احمد اميري وویل، د اوس لپاره به د زابل محلي ټلویزیون د ولایت په کچه دوه ساعته خپرونې ولري او د راديو خپرونې به د سهار د ٦:٠٠ بجو څخه پیل او د شپې تر ١١:٠٠ بجو پوري به دوام کوي.