ټولنه

يوتن په ميرامورکې تر ښوييدلې واورې لاندې شو

–  دايکندي باختر دکب دمياشتې ٢٤ :
د دايکندي ولايت د ميرامور ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى پرون تر ښوييدلې  واورې لاندې شو او په دې پيښه کې درې تنه نور ټپيان شول.
د ميرامور ولسوالۍ مرستيال حنيف فکوري نن دباختر خبري آژانس ته وويل چې  دغه سړى تر اوسه پورې په سيمه کې د نورو احتمالي واورې ښوئيدنې له امله  نه دى را  ايستل شوى.
فکوري وويل: د نورو احتمالي  واورې ښوئيدنې دخطر له لرې کيدو وروسته ددغه سړي د موندلو لپاره چې ښايي مړ شوى وي؛ اقدام کيږي.
ده د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والى وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته