خبرونهروغتیا

په زابل کې يو کلينیک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

 کابل، تلې ۵ مه، باختر

د زابل ولایت مرکز کلات کې UBHC کلينک د UNHCR نړيوالې ادارې په مالي لګښت او د WOW موسسې په تخنيکي همکارۍ د 157 زرو ۹۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د زابل عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي له باختر آژانس سره په خبرو کې د دې کلینک جوړول مهم وبلل.

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهير له UNHCR نړيوال پروګرام څخه د مننې تر څنګ وویل، چې UNHCR په زابل کې یوازې د روغتیا نه بلکې په نورو برخو کې هم مرستې کړې دي.

په سهېل کې د UNHCR موسسې مسوول ډاډ ورکړ، چې د روغتیا سربېره به نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا