امنیت

درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې ونيول شول

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول.
دملي دفاع وزارت باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي: د ملي اردو کومانډويانو د کاپيسا په قشقار کلي کې د ډار اچوونکو پر ځالو عمليات ترسره کړل چې په پايله کې درې ډار اچوونکي ونيول شول.
له دغو ډار اچوونکو څخه ٢٢ مبايلونه، ٢١ ټوکه تذکرې، د راى ورکولو ١٤ کارتونه، د پوليسو  ٢هويت کارتونه، تبليغاتي پاڼې او يو لپټاپ کمپيوټر په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته