امنیت

لس تنه ډار اچوونکي په روزګان کې ووژل شول

ترينکوټ/ باختر د غبرګولي  نهمه :
په روزګان ولايت کې د وسله والو طالبانو په دوو مرکزونو هوايي بريدونه وشول او ويجاړ کړى شول .
دغه مرکزونه د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه موقعيت درلود.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: بې پيلوټه امريکايي الوتکو تېره شپه او نن سهار په دغو مرکزونو بريدونه وکړل  . 
د روزګا د والي وياند دوست ناياب باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې لس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
 
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په خپلو مرکزونوکې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو  په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول.
  ويل کيږي په دغو هوايي بريدونو کې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې څلور تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې  د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله يې چې غوښتل د ترينکوټ ښار په لويه لاره کې ماين ښخ کړي، د پوځيانو له خوا بريد وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته