ټولنه

په مرنجان غونډى کې اور ولګيد .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
  دمرنجان غونډى په شنو ساحوکې نن له غرمې وروسته اور ولګيد .
په دې اور لګيدنې کې يو زيات شمير ونې او نيالګي چې په دې غونډى کې دشنې ساحې دجوړولو په خاطر ايښودل شوي وو له منځه لاړل .
عيني شاهدانو دباختراژانس خبريال ته وويل: له يوساعت وروسته چې داور لمبو ددغې غونډى يو زيات شمير ونې او نيالګي له منځه يوړل د اور وژنې ځواکونه سيمې ته ورسيدل او په اور وژنې يې لاس پورې کړ.
ويل کيږي په دغه ځاى کې په نشه يي توکو زياترو روږدو کسانو نشه يي توکي کارول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته