امنیت

دوه تنه ماين ايښوونکې ووژل شول

کابل  باختردکب دمياشتې  ٢٩ :
په فراه ولايت کې  دوه تنه ماين ښخوونکې ووژل شول.
دووتنووسله والوطالبانو کله چې غوښتل  دهرات _ قندهار په لويه لاره کې  دوسايطو ضد ماين  ځاى پرځاى کړي ماين وچاوديد چې له امله يې  دواړه ووژل شول.
په يوه بله پيښه کې دپوليسو ځواکونو دوه تنه تروريستان په فراه ولايت کې ونيول.
دفراه دوالي  ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختراژانس  ته وويل دغه کسان په خپل پټنځاى کې دپوليسو له خوا ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه له دوى  څخه يوه اندازه جنګي وسايل  هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته