امنیت

٤ تنه داعشيان له خپلو کورنيو سره دولت ته تسليم شول .

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
په داسې حال کې چې  دننګرهار په اچين ولسوالۍ کې  دډار اچوونکو دډار اچونې پرخلاف عمليات دوام لري . دداعش دډلې څلور تنه غړي دخپلو کورنيو له لسګونو غړو سره  له دولت سره يوځاى شول .
دغه داعشيان  په داسې حال کې په اچين کې پوځيانو ته تسليم شول، ولېدل  چې وبه وژل شي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې  د داعش دډلې څلور غړي  له  ١٣ ښځواو دوه ويشتو ماشومانوسره  پرون ناوخته پوځيانو ته تسليم شول .
هغه وويل : دغه داعشيان په اچين ولسوالۍ کې  چېرته چې همدا اوس  دډار اچونې  ضد عملياتو ډګر دى، خپلې وسلې پرځمکو کېښودې .
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي  چې له يوې خوايې پاکستان ته دډار اچوونکو دتګ راتګ لارې بنده کړې ده او له بله پلوه له ځمکې اوهوا څخه  په داعشيانو اوطالبانو  د ډار اچونې ضد عملياتوته زور ورکړې دى .
دوى وايي چې ډار اچوونکي له تسليمۍ اويا وژل کېدو پرته بله لاره نه لري .
دوروستيو شپږ مياشتو په بهير کې دډار اچوونې پرخلاف عمليات په ننګرهار کې  زور اخستى دى، نږدې زر کورنى اوبهرني داعشيان  له خپلو کورنيو سره  له دولت سره يوځاى شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته