خبرونهټولنهTOP

په پکتیکا کې د زلزلې له کبله ۲۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 کابل ، د چنګاښ ۱ مه، باختر

د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې شاوخوا یوه نیمه بجه د زلزلې  له کبله شاوخوا۲۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمدامین حذیفه باختر آژانس ته وویل چي  هغه معلومات چې دوی ترلاسه کړي، پدې دوو ولسوالیو کې د۱۰۰۰ په شاوخوا شهیدان او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

حذیفه وویل، چې د پېښې له خبرېدو سره سم دوی سهار وختي زیانمن شویو سیمو ته رسېدلي، تر څو د هېوادوالو مرسته وکړي.

نوموړي وویل چې د پکتیکا او نورو ولایتونو څخه هم مرستندوی روغتیایي ټیمونه، عام خلک او د ملي دفاع وزارت هوایي ځواک او هیلوکوپټرې هم سیمې ته په وخت رسېدلي چې په وخت سره لومړني خدمات وړاندې کوي او هغه ټپیان چې په سیمه یې درملنه نه کېږي پلازمینې کابل او د مرکز ښرنې او ارګون ملکي روغتونونو ته لېږدول کېږي.

نوموړي په خیریه بنسټونو هم غږ وکړو چې مرستې ته دې راودانګي او د زیانمن شویو خلکو لاسنېوی دې وکړي.

حذیفه وویل، چې دوی لا هم په سیمه کې دي او یاد ارقام شاید تغیر وکړي، ځکه چې لا هم د عامو خلکو په شمول د ژغورنې حکومتي بنسټونه لګیا دي، تر څو لاندې شوي کسان له خاورو او خځلو راوباسي.

د یادوني وړ ده چي له زلزله ځپلو کورنیو سره د رئیس الوزا ملا محمد حسن اخوند لخوا د یو میلیارد افغانیو مرسته منظور شوه.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته