سیاست

روسيې، چين او پاکستان د افغانستان له جمهور رييس څخه غوښتي دي چې له امريکا سره امنيتي موافقه ليک لاسليک کړي

واشنګتن باختر دليندي شلمه :
د امريکا يوه جګپوړى  مامور ويلي دي چې د چين جمهور رييس شي جين پينګ، دپاکستان صدراعظم نوازشريف او د روسيې جمهور رييس ولاديمر پوتين دهغو مشرانوله جملې څخه دي چې د افغانستان جمهور رييس حامدکرزي يې دې ته هڅولى دى چې له امريکا سره امنيتي موافقه ليک لاسليک کړي .
باخترآژانس دپاکستان د جيو ټلويزيون د انترنتي سايټ له خولې خبر راکړ چې دافغانستان او پاکستان په چاروکې دامريکا ځانګړى استازى جيمز دابينز د امريکا دسنامجلس کميټې ته په وينا کې په ډاډ سره څرګنده کړه چې افغانستان به په پاى کې هغه موافقه ليک بشپړ کړي.
په دې باب د کرزي له ټينګار سره سره دغه تصميم د ده ځاى ناستى ونيسي؛ نږدې  دولس زره تنه امريکايي ځواکونه  به له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
ده زياته کړه چې له ايران پرته دسيمې ټولو قدرتونو حامدکرزي ددغه موافقه ليک لاسليک کولو ته هڅولى دى چې د امريکا پوځي ځواکونو ته له راتلوونکي ميلادي کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې اجازه ورکوي. امريکا به په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه په رسمي توګه دخپلو پوځيانو د ايستلو کار پيل کړي .
دابينز وويل: څو تنه دغه مشران په مرکزي آسيا کې د امريکايي پوځيانو شتون نه غواړي خو وايي چې  له نړيوال پوځي او اقتصادي ملاتړ پرته به افغانستان خطرونه او کورنۍ جګړه وزغمي او دغه شان جګړې به د افراطي ډلو د زياتوالى، د پناه غوښتونکو د وتلو او د سوداګرۍ د بهير د ګډوډيدو سبب شي چې سيمه په کلي  توګه ګواښوي . 
دافغانستان او پاکستان په چاروکې د امريکا استازي هيله وکړه چې هند د افغانستان جمهور رييس حامدکرزي ددغه تړون په لاسليک کولو متقاعد کړي چې په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو شتون ته اجازه ورکوي .
د دابينز دڅرګندونو له مخې: ددغه تړون په لاسليک کولوکې ځنډ د امريکا دمجلس داستازو غوصه راپارولې ده.
دابينز زياته کړه: زه فکر کوم چې هند ته دحامدکرزي سفر چې بشپړ نفوذ او قدرت لري او کرزي ددغه هيواد درناوي کوي او دهند له حکومت سره ښې اړيکې لري؛ کيداى شي اغيزمن وي.
کرزي به د روانې اوونۍ دجمعې په ورځ هند ته سفر وکړي.
هند هغه ځاى چې حامدکرزي پکې زده کړه کړې ده او په افغانستان کې د امريکا دپوځي رول ملاتړ کوي؛ د افغانستان له بيا جوړولو سره يې د دوو ملياردو ډالرو مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته