ټولنه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغيه

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغيه
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دروژې دمبارکې مياشتې درارسيدو له امله دهيوادټول  مسلمان ملت ته مبارکي وايي، او دهيواد له ټولو رسنيو په تيره بياله تصويري  رسنيو څخه غواړي چې خپلې خپرونې دې ددغې مبارکې مياشتې دفضيلتونو او ارزښتونو په پام کې نيولو سره ترسره کړي.
  دروژې مبارکه مياشت دفضيلت او تقوا مياشت ده .
په دې مبارکه  مياشت کې الهي مخلوقات  په طاعاتو اوعباداتو زيات بوخت  دي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهيواد له رسنيو په تيره بيا له تصويري رسنيو څخه غواړي، ددغې مياشتې په بهير کې دې دخلکو په تيره بيا دځوانانو دپوهاوي لپاره دديني مطالبو او معلوماتو په خپرولو سره خپل ملي او ديني رول اداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته