امنیت

دوسله والو طالبانو يوسيمه ييز قوماندان په ارزګان ولايت کې له دولت سره يوځاى شو

کابل باختردسلواغې دمياشتي ١٨ :

په ارزګان ولايت کې دوسله والو طالبانو يو  سيمه ييز قوماندان ملامحمد نن له ديوولسو  تنونورو په ګډون  سره له دولت سره يوځاى شو.

دوسله والو طالبانو دغه قوماندان محکې له دې  په خاص ارزګان ولسوالۍ  کې له دولت سره په مخالفت کې و.

دارزګان والي محمدعمر شيرزاد دده ددغه اقدام وستايه او له ده څخه يې وغوښتل چې وروسته له دې دخاص ارزګان په بيارغاونه او دامنيت په تامينولو کې فعاله ونډه واخلي.

 ملامحمد هم په دغو مراسمو کې له هغه څه څخه  چې د ده په خبره په ناپوهي کې دپاکستان داستخباراتي  سازمان په لارښوونه ترسره کړي   دي.پيښماني وکړه او ژمنه يې وکړه  چې له دې وروسته دثبا ت په راوړلو اوپه ارزګان کې دبيارغونې په ګړندي کولو کې به هلې ځلې وکړي.

دغه دغه راز ژمنه وکړه  چې پنځلس  تنه نور افراد يې چې تراوسه له دولت سره په مخالفت کې دي  وهڅوي چې له جګړي څخه لاس واخلي اودسولې له بهيرسره يوځاي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته