امنیت

په روزګان کې دنويو نښتو له امله د نهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دليندي  يو ويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان  په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
جګړه نن سهار ترينکوټ ښار ته څيرمه  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردويوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه  ډار اچوونکي  وژل شوي دي .
دى  وايي  چې په دغو نښتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دزيان داوښتو تر څنګ دهغوى څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو  او تجهيزاتو سره دړې وړې شوي دي ،.
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته