امنیت

په افغانستان کې دنوي زيلاند دپوځيانو دماموريت تمديد .

نيوزيلاند  باختر د چنګاښ  شپاړلسمه :
دنوي زيلاند ددفاع وزير  ګري  بران ولى  اعلام کړى دى  چې ددغه هېواد پوځي ښوونکي  به  د ٢٠١٨ ميلادي کال  دجون ترمياشتې پورې  په افغانستان کې پاتې شي .
  دنوي زيلاند  ددفاع وزير وويل  چې  د ٢٠١٣ ميلادي کال  له وروستيو وختو څخه  ددغه هېواد  وسله وال پوځ  خپل  اته تنه  پوځي ښوونکي  دافغانستان  په نظامي  اکاډمي کې  موظف  کړي دي  چې دافغانستان دملي اردو دظرفيت دلوړولو په لاره کې  مرسته وکړي .
  دهمدې خبر له مخې :  په افغانستان کې دنوي زيلاند  دپوځي پرسونل  دماموريت په تمديد سربيره  دنوي زيلاند  کابينې  موافقه کړې ده  چې ددغه پرسونل  شمير  لسو ته  لوړ کړي . 
دغه پرسونل   دافغانستان  دملي اردو  ځوان افسران  کابل ته څيرمه په پوځي اکاډمي کې  چې دبريټانيا  تر رهبرۍ لاندې ده  روزي .
  دنوي زيلاند دبهرنيو چارو وزير  موراى مک کولي  هم اعلام کړى دى  چې  دافغان ملي پوليسو  او دافغانستان دمرکزي جيل  د ديپارتمنت  دپرسونل  دتمويلولو  لپاره  له دغه هېواد سره  ددوه اعشاريه اتو مليونو ډالرو  اضافي  مرسته کوي .
  دغه  پيسې به  دملګروملتو دسازمان  دپرمختيايي پروګرام له لارې وسپارلې شي .
  دهمدې خبر له مخې : ددغو پيسو  دورکړې  په اعلامولو سره  دافغانستان  له وسله وال پوځ سره دنوي زيلاند دمالي مرستې ژمنه  يوولس اعشاريه  درې مليونو ډالرو ته رسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته