خبرونهټولنه

په زابل کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه ووژل شول

کابل، د وږي ۴ مه، باختر

د زابل امنیتي مسوولینو وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دغه  پېښه پرون ناوخته د سيورې ولسوالۍ په عمومي واټ کې د دوو موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې.

د زابل د پوليسو مطبوعاتي مسوول ذبيح الله جوهر باختراژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

هغه د یادې پېښې اصلي لامل د موټرسایکل چلوونکو بې احتیاطي او چټکتیا ښودلې.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا