امنیت

دکورنيو چارو په وزارت کې روزنيزسيمينارجوړول.

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
د کورنیو چارو وزارت دملي پولیسو دروزنیزو مرکزونو قوماندانانو او د ملي پولیسو د قطعاتو او جزتامونو یو شمېر مسوولینو ته دوه ورځينی روزنیز سیمینار پیل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د ۱۳۹۵ کال تعلیمي پلان له مخې، د کورنیو چارو وزارت د روزنیزو مرکزونو قوماندانانو او د ملي پولیسود قطعاتو او جزتامونو یو شمېر مسوولینو ته په جوړ شوي دوه ورځني روزنیز سیمینار کې د کورنیو چارو وزارت اداري معین لوئ پاسوال اکرام الدین یاور د ملي پولیسو د مسلکي زده کړو لوړولو ته په اشارې سره وویل، نن مو ملي پولیس له پخوا په ډېرو په عالي او عصري زده کړو سمبال دي چې د خپلو مسلکي وړتیاوو په لرلو سره په خپلواکه توګه د خپلې خاورې او خلکو څخه په پوره میړانې او غرور سره دفاع او ساتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت اداري معین د ملي پولیسو د کاري ظرفیتونو لوړلو په برخه کې دا ډول سیمینارونه خورا ارزښت مند وبالل او د سیمینار له ټولو ګډون والو څخه یې وغوښتل، هغه څه چې په دغه دوه ورځني روزنیز سیمینار کې یی زده کوئ په ټولنه کې ترې سمه او مناسبه ګټه پورته کړئ.
اداري معین وویل، موږ د ملي پولیسو د ظرفیت لوړنې په برخه کې خپلو ژمنو ته د عمل جامه اغوستې او ډېر ژر به هغه ۲۵۰ تنه ښځینه پولیسې د مسلکي زده کړو په موخه دوست هېواد ترکیې ته واستوو.

دغه راز د ملي پولیسو د ښوونې او روزنې عمومي قوماندانۍ مرستیال او سرپرست قوماندان د ملي پولیسو د ظرفیت لوړنې، په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې په برخو کې په شوو پرمختګونو لنډه رڼا واچوله زیاته یې کړه، د ښوونې او روزنې عمومي قوماندانۍ په روزنیزو مرکزونو او روزنیزو ټولیو کې همدا اوس ۵۰۰۰ زره تنه ملي پولیس په مسلکي زده کړو بوخت دي، چې ډېر ژر به په مسلکي زده کړو سمبال او د ټولنې خدمت ته چمتو شي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته