امنیت

دداعش اوطالبانو ترمنځ نښته کې ددولسو تنو تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر د زمري شپږمه :
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو او دداعش په ډلو پورې داړوندو کسانو ترمنځ نويو نښتو کې دولس تنه تروريستان ووژل شول .
دغه جګړې تير ماښام دهسکي مينې ولسوالۍ بازار ته څيرمه ونښتې او تر نن سهار پورې يې دوام درلود .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو  يوه قوماندان باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دغو نښتو کې دوسله والو طالبانو او دداعش دډلو  دولس تنه غړي ووژل شول .
  ده  وويل چې دتروريستانو په دغو نښتو کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته