امنیت

اته تنه نور په کراچۍ ښارکې ووژل شول

کراچۍ نيوز- باختر د ثور دمياشتې ١٧
د پاکستان په کراچۍ ښارکې د نويو نښتو او ډزو له امله ٨ تنه نور ووژل شول .
دغه کسان دکراچۍ ښار په بېلابېلو ناحيوکې په ډزو سره وژل شوي او دوه تنه نورټپيان شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې پرون د تيلو دوه ټانکرونه هم دکراچۍ ښار په دوو ناحيوکې وچاوديدل.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې : دغه چاودنې د هغه مقناطيسي بمونو زيږنده وې چې په دغو ټانکرونوکې ايښودل شوي و.
دکراچۍ ښار ١٨ مليونه تنه وګړي لري او په دغه ښارکې قصدي وژنې او اړو دوړ له څوکلونو راپه دې خوا دوام لري چې له امله يې دسياسي فعالينو په ګډون په زرګونو تنه وژل شوي او دپاکستان حکومت په دې نه دى بريالى شوى چې د دغو وژنو مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته