ټولنه

د ښځو لاسي محصولات په جلال آباد کې نندارې ته وړاندې شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د ننګرهار د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د دغه ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې پرانيستل شو.
په نندارتون کې د جامو له خامګ ګنډلو او ګلدوزۍ څخه نيولى تر ليف او پيزار او مرى ګڼدلو پورې د ښځو لسګونه لاسي صنايع د درېيو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوې دي.
عادله هغه ښځه چې په نندارتون کې د خپلو لاسي صنايعو د پلورنې او نندارې لپاره راغلې ده؛ وايي چې دولت بايد د دوى د کار د ښه والي لپاره د هغوى محصولاتو ته په هېواد اوبهرکې بازارموندنه وکړي.
هغه ښځې چې په نندارتون کې يې خپلې لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړې دي؛ مخکې له دې د خپلو کورنيو د اقتصادي ودې لپاره د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست د ښوونکو له خوا زده کړې دي.
د ننګرهار د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس نجيب الله قيومي باختر آژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده په ننګرهارکې زرګونه اړې مېرمنې د خپلو کورنيو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره حرفه زده کړي.
له بله پلوه د ننګرهار د ښځو چارو رييسې فتانې عزيزي وايي چې د ښځو د لاسي صنايعو د پېژندلو او د ښحو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره د دغه شان نندارتونونو جوړول ارزښتناک دي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته