ټولنه

په سرپل ولايت کې دښځو په وړاندې تاوتريخوالي په سلو کې څلويښت کمښت موندلى دى .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
دسرپل ولايت دښځو دحقوقو دساتنې دمرکزونو مسوولينو په دغه ولايت کې دښځو په وړاندې  دتاوتريخوالي په سلوکې  دڅلويښتو دکمښت خبر ورکړې دى .
  دسرپل ولايت دښځو دچارو رييسې  نسيمې  دباختراژانس خبريال ته وويل: په روان کال کې  دښځو په وړاندې  تاوتريخوالي يوسلو يو اويا پيښې ددغه ولايت  دښځو په  رياست کې ثبتې شوې دي چې څلور نوي پيښې يې په عدلي اوقضايي  ادارو کې څيړل شوي او نورې يې دکورنيو ترمنځ حل شوې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل په سرپل ولايت کې د ښځو په وړاندې دتاوتريخوالي شمير دتيرکال  په پرتله په سلوکې څلويښت کمښت موندلى دى .
په همدې حال کې دسرپل ولايت داستيناف  څارنوالۍ رييس عبدالحکيم  حليم په روان کال کې   دوه تنه په ښځو دجنسي  تيرى  په تور ددغه ولايت دمحکمو له خوا دشپاړلس شپاړلس  کاله بند په سزا محکوم شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته