سیاست

دورځې تبصره :

کابل باختر د جوزا د مياشتې ٨ مه نېټه :

دطالبانو پرخلاف وګړني پاڅونونه دمتحجرو ډلو په جګړه مار خصلت  دخلکو دپوهيدو دروښانه ښکارندوي دى.

دباختراژانس سياسي مبصرليکي : له څو ورځو را په دې خوا دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ دجګړه مارو پرخلاف دوګړنيوپاڅونونو ډگر دى په دغي ولسوالۍ کې خلک دمتحجرو اوتور زړو طالبانو دمفکورو په وړاندې دريدلي اويوشمير وسله وال طالبان يي نيولي اويا وژلي دي.

دغه وګړني حرکت که چيري له يوې خوا ددې کار بيان دي چې خلک نور نو له مقدس اسلام څخه په تعبيرسره دطالبانودخپل سريو زغم نه لري له بلي خوا دغه ټکي روښانوي چي خلک دواکمنې په اصولي دريځ کې  له مخالفينو سره دخبرو اوديالوک دبهيرملاتړکوي او ددولت دانسان دوستانه سياست په ژور درک  سره په دې پوهيږي چې دتيروتلو کسانو ترمنځ  يو شمير کړى شته چې په ټوليزه توګه دجګړي او زور له لارې دافغانستان دشخړي دحل لپاره ټينګار کوي له دې پرته داسلام مقدس دين تل مومنان روغي جوړي اومفاهمي  ،اخوت او وروري ته رابللي او څرگنده کړي ده چي دکړکيچ  اوجګړي په شرايطو کې شورا اوجرګي ته مخه وکړي اودمسلمانانو له لارې څخه مصيبتونه لري کړي .

که چيري نن داندړو په ولسوالۍ اوپه تيرو ورځو اومياشتو  اوکلونو کې خلک په بيلابيلو سيمو کې دطالبانو پرخلاف دريدلي دي  ددې زيږنده دي چې  دافغانستان خلک له سياسي پلوه په لازمه توګه پوخوالي ته رسيدلي دي . او د هيواد اوپه اوسنيو حالاتو په ژوره  ټوګه پوهيږي دسيمې داستخباراتو  لړي خپلو پراختياغوښتوونکو هدفونو ته درسيدو په خاطر دنورو مفکورو په دايره  کې داسيرو اوبندپاتي  افرادو له جملي څخه  جګړه ماراى ډلې استخداموي اوپه افغانستان کې دجګړو اونااراميو ته لمن وهي .

سيمه ييز ښکيلاک ګر هيڅکله  هيله نه لري په سيمه کې پياوړي او پتمن افغانستان وويني ، هغوي  له هر امکان اووسيلې  څخه استفاده کوي چې ددغي خاوري خلک د ژبنيو  ، قومي ، ډله ييز ،ګوندي اوسياسي اختلافونو په اورکې وسوځوي  اوپه خپله په  شيطنت له دنګوماڼيو څخه ددغه په وينو او ايرو لړلي هيواد دتباهي او نړيدو ننداره وکړي اوخوندواخلي.

 دګوډاګيانو په وړاندې  وګړني حرکات هغه اور دي چې ددوي په بدن کې بليږي او داپيغام ترلاسه کوي چې دافغانستان خلک هيڅکله دنورو مريان نه کيږي  له يوشميرمحدودکسانو  برته  چې ددوي مفکوري او ذهنونه يي دښمن  په ټګي  اوبرګي سره   مسموم کړي دي.

په هر حال  نه يوازي دولت   اودهيواد امنيتي او وسله وال مرکزونه بايد دوګړنيو پاڅونونو ملاتړ وکړي بلکي عالمان ، روښانفکران ، قومي مشران اوپه لنډه دټولنې پراخي پرګنې بايد ددغو وګړنيو پاڅونونو ملاتړ وکړي چې دافغانستان دخلکو ددښمنانو دتوطيو اودسيسو ټغر دخلکو له خواراټول کړي شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته