خبرونهامنیت

په زابل کې یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شول

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د زابل د استخباراتو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې يې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر مهمات  ترلاسه کړي دي.

د زابل د استخباراتو ریاست د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر لطف الله سداد باختر آژانس ته وویل چې د ځانګړو ځواکونو د يو لړ کشفي عملياتو په پايله کې ۵ کلاشينکوفونه، یو توغندی، ۸۸۷ د کلاشينکوف ګولۍ، ۲۵۰ د تومانچې ګولۍ، ۴ د نارنجک ګولۍ او۱۲۰ د ام ۱۶ ګولۍ نیول شوې دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا