فرهنګ

دسرور کائينات حضرت محمد مصطفي ( ص) نيکمرغه ميلاد نن د حج او اوقافو وزارت له خوا ونمانځل شو .

کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال  دخبر له مخې، په هغو پرتمينو  مراسموکې چې   ددغه وزارت دعالمانو ،روحانيونو او  دکارکوونکو په ګډون دملي راډيو تلويزيون په تالار کې  پرځاى شول دحج او اوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف نيازي داسلام دستر پيغمبر  دميلاد په باب  خبرې وکړې  څرګنده يې کړه :نن ښه فرصت دى دخداى ( ج )   او دده له پيغمبر سره  دتړون اوژمني دنوي کولو لپاره چې دهغوى پيروي کوو دمسلمه امت  دپيشوا حضرت محمد مصطفي ( ص) مفکوري ،  فکر ، وينا اوکړه وړه له پخوا زيات به الګو وګرځوو .

 دحج او اوقافو وزير دغه راز په دغو مراسمو کې د مسلمانانو په خبرو ټينګار وکړ اوزياته يې کړه: بايد مسلمانان هغه څه چې وايي يې بايد عمل پري وکړي او هغه کسان چې په خپلو خبرو عمل نه کوي ستره  ګناه کوي .

 ډاکتر نيازي  دپيغمبر  دنيګمرغه ميلاد نمانځل تيروتنو ته دمتوجه کيدو او اصلاح ته دبلنې لپاره يو مناسب فرصت  وباله اوڅرګنده يې کړه ،درنوعالمانو ته لازمه ده زياتره داسلام دپيغمبر  داخلاقو او صفتونو په باب  مطالعه وکړي چې موږ او تاسي ځانونه دانحضرت ( ص)  داخلاقو او ادابو ساحې ته نږدي کړو .

 په دغو مراسمو کې  وروسته د سولي دعالي شورا غړي قاضي  محمد امين وقاد هم دحضرت محمد مصطفي ( ص)  دنيکمرغه ميلاد په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه : نن ورځ دانحضرت ( ص)  دميلاد ، بعثت ، دعوت ، هجرت  دحجت الوداع  د خطبي  معراج دملي فتح ء  دبدر دجګړې  داحد دقربانۍ او دانحضرت  دنورو اراشداتو ديادولو ورځ ده ، دهغوى داوريدلو ، منلو او ستاينې ورځ او دتړون  نوي کولو ورځ ده .

 په دغو مراسموکې دغه راز د حج او اوقافو وزارت دجوماتونو اوحسينه  و لوى رييس عبدالمالک ضيايي دموضوع په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته