خبرونهټولنهTOP

له ایران څخه د هېواد لس را اېستل شوي ماشومان بغلان کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول

کابل، د کب ۷ مه، باختر

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلین وايي، چې د دې ولایت لس هغه ماشومان چې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله کډوالي ته اړ او ایران هېواد ته تللي وو، له ایرانه تر اېستو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د بغلان  د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت الله پارسا وویل چې په روانه اونۍ کې لس هغه ماشومان چې له ایران څخه را ایستل شوي وو، د وارچایلد او mpo دفتر په مالي لګښت او هڅو بغلان ته له هرات او نیمروز ولایتونو څخه رالېږدول شوي او د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ټولنیزو کارکوونکو له لوري یې اسناد بشپړ او له کورنیو څخه یې د ضمانت لیک تر اخیستلو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

پارسا زیاته کړه، چې د جامو او خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ هڅه کوي، چې  د همکارو مؤسسو په مرسته یاد ماشومان په ښوونځيو او مدرسو کې شامل کړي او دغه راز به دا ریاست له کډوالۍ څخه د مخنیوي په موخه ورته د حرفوي زده کړو او  کوچنیو سوداګریو زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته