خبرونهفرهنګ

په زابل کې یو کتابتون پرانيستل شو

 کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ د ځوانانو په هلو ځلو يو کتابتون پرانيستل شو.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیر نیازمحمد زیارمل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د شاجوی د چینو او هولان رباط سیمې ځوانانو په هلو ځلو او د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په همغږۍ په شاجوی ولسوالۍ کې یو کتابتون پرانیست، چې په کې ۳۵۰۰ ټوکه دیني، ټولنیز، ادبي، طبي او د نورو څانګو کتابونه شامل دي.

د شاجوی ولسوال مولوی رحمت الله جواد د دغه کتابتون د پرانیستلو پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه وغوښتل، چې د دغې ولسوالۍ په مرکز کې هم یو مجهز کتابتون جوړ کړي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا