ورزش

ميرويس اشرف د کرکټ اکاډمي جوړوي

کابل/ د کب١٠مه/ باختر
د هېواد د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړى ميرويس اشرف په خپل شخصي لګښت د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د کرکټ اکادمي جوړوي.
د دغې اکاډمۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د هېواد د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک باختر آژانس ته وويل چې د دغې اکاډمۍ د جوړولو لګښت دوه زره ډالره اټکل شوى دى چې ډېر ژر به کار يې بشپړ شي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دغه اکاډمۍ د څه دپاسه شلو ورزشکارانو د روزنې ظرفيت لري.
هوتک وويل چې ميرويس اشرف په پام کې لري د کندز د چار درې، امام صاحب، خان آباد او علي آباد  ولسواليو ځوانانو ته هم سمبال او معياري اکاډمۍ جوړې کړي.
ختم- ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته