خبرونهښوونه او روزنه

په زابل کې ۱۵ زره ماشومانو ته د ديني او عصري زده کړو زمینه برابره شوه

 کابل، د لړم ۲۸مه، باختر

د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز سربېره ټولو ولسوالسو کې ۱۵ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د زابل د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغو ماشومانو ته د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د NRC تعلیمي مؤسسې له لوري د ۴۹۰ ښوونکو پر مټ ۱۵ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د نوموړي په خبره، دغه سیمې په تېرو دوو لسیزو کې له زده کړو محرومې پاتې شوې وې.

د يادونې وړ ده، چې په ورستيو کې د زابل پوهنې رياست په هڅو په مرکز کلات او ولسواليو کې د ۸۰ بابه تړل شویو ښوونځیو دروازې هم پرانيستل شوې، چې په زرګونه ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شوې وه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا