کابل باختر د مرغومى اوولسمه :
دغور ولايت په مرکز کې داهنګرانو دنجونو دمنځني ښوونځي ودانۍ پرون پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه ودانۍ دجاپان له خوا او ديونيسف موسسې په همکارۍ ديوسلو ديرشو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ اته درسي او درې اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري چې په يوه وخت کې دڅه دپاسه څلور سوه تنو زده کوونکو ظرفيت لري.
ددغې ودانۍ په جوړولو سره ددغه ښوونځي ددرسي او اداري خونو د شتون له امله ستونزې لرې شوې او مناسب درسي فضا برابره شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ