
کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د زابل د دوهمې پلې خیبر لواء بدرالعلوم خیبریه مدرسې څخه ۱۷تنه مفتیان له ۷ میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د زابل مرستیال والي سلیمان اغابهیر، د دوهمې خیبر لواء قومندان ملا نیک محمد حاجې ملنګ، د لواء د جامعې امام مفتي ضیاءالرحمٰن، د ملکي ادارو رئیسانو دیني عالمانو، شیخانو اوعامو خلکو ګډون کړی وو.
په غونډه کې دیني عالمانو او مسوولینو له ټولو دیني عالمانو په ځانګړې توګه له فارغانو څخه وغوښتل، چې د علم ترڅنګ عمل او عجز هم ولري او د خپل علم له لارې دې په هېواد کې د اسلامي نظام د استحکام او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
د غونډې په پای کې علماوو او مسؤلینو د فارغو شویو مفتیانو پر سر د فضیلت پګړۍ وتړلې.
لمر