سیاست

استاد سياف له مجاهدينو سره سلامشوره وکړي.

-کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
جهادي شخصيت استاد سياف دملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې دهيواد دروانو حالاتو دستونزو دحل په لاره کې له مجاهدينو سره دسلامشورى اصل هيرنه کړي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :استاد سياف چې په کابل کې يې دمجاهدينو دبرياليتوب د ٢٤ کاليزۍ دنمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې څرګنده کړه چې دملي وحدت حکومت دې بايد د روانو ستونزو دحل کولو په برخه کې له مجاهدينو سره دسلامشورو اصل هير نه کړي ده وويل چې مجاهدين له دولت سره د ګټو او سلامشورو  ورکولو ته چمتو دى.
استاد سياف دهيواد دامنيتي ځواکونو ميړانې او سرښندنې وستايلې او ويې ويل چې تاسې دخپل هيواد د دينى او هيوادديني او هيوادنيو ارزښتنو په دفاع کې ياست ، تاسې دکوم ځانګړي شخص دفاع نه کوي بلکې ستاسې کړه وړه دملي برياليتوبونو دساتلو په خاطر دى .
استاد سياف دغه راز وويل: موږ دجګړې مينه وال نه يو ،له شرعي پلوه جګړه بده خبره ده خو نه شو کولاې دهيواد دښمنانو د تحرکاتو په وړاندې چپ واوسو .
ده د طالبانو عمري عملياتو ته اشاره وکړه چې دافغانستان دسوله غوښتوونکو غوښتنو په وړاندى څرګند ځواب دى .
بايد وويل شي چې نننې غونډه دافغانستان د حراست او ثبات دشوراپه نوښت جوړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته