خبرونهاقتصادټولنه

په زابل کې ۲۵۰۰ جريبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

کابل، د تلې ۱۹مه، باختر

د زابل د عدليې رياست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو څخه خلاصه کړې ده.

د زابل د عدليې رييس مولوي عبدالوارث خليل باختر آژانس ته وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ۲۵۰۰ جريبه دولتي ځمکه چې کورونه هم په کې شامل دي، د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.

د مولوي خلیل په وینا، د بارګینونو (شورمان) او د معاملو د لارښوونې د کاروبار لپاره يې جوازونه هم وېشلي، چې له دې لارې یې دولت ته عواید هم راټول کړي دي.

په همدې حال کې د زابل يو شمېر اوسېدونکي د عدليې رياست هڅې ستايي او زياتوي، چې د دوی حقوقي دعوې پر وخت او پرته له کومې ستونزې حل شوې دي.

دا په داسي حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو ترمنځ د کلونو کلونو ستونزې او حقوقي دعوې په اسانۍ او د دواړو لورو په خوښۍ حل شوې دي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا