فرهنګ

زهرا بريښنا پنځه انځور شوي آثار پوهاند محمدرسول باوري ته وسپارل

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٣ :
د استاد عبدالغفور بريښنا لمسۍ زهرا بريښنا پنځه انځور شوي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري ته وسپارل .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: 
زهرا بريښنا چې په آلمان کې  ژوند کوي، د هېواد د مشهور انځورګر، رسام، شاعر او ليکوال استاد عبدالغفور بريښنا په نامه د يوه مرکز د جوړولو غوښتنه کوي چې د هنر او ادب د دغه ميړني پاتې آثار پکې وساتل شي  .
دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته د دغه ټکي په بيانولوسره د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په مقابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د زهرا بريښنا د دغه هنري او فرهنګي کار په ستاينې سره وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي  چې د دغو آثارو د ساتنې لپاره چې له آلمان څخه کابل ته راليږدول کيږي، مناسب ځاى برابر کړي.
پنځه وړاندې شوي آثار چې څلور يې په روغني رنګ کار شوى او يو بل اثر په آبي رنګ انځور شوى دى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار طارق رشاد، د ملي هنرستان د رييس هاشم شارق، د خلکو فرهنګ د رييسې محبوبې بابکرخيل او د ملي نګارستان د آمرې صابرې په شتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته وسپارل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته